۰

 دوحه کې د مرستندویه کارکوونکو غونډه پای ته ورسېده

پنجشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۱۱
د مرستندویه موسسو استازو په دوحه کې د افغانستان له اړمنو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه خپله غونډه پای ته ورسوله.
 دوحه کې د مرستندویه کارکوونکو غونډه پای ته ورسېده
د مرستندویه موسسو استازو په دوحه کې د افغانستان له اړمنو سره د مرستې د څرنګوالي په اړه خپله غونډه پای ته ورسوله.

په دې کتنه کې باخبرو سرچینو ویلي چې د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو استازو د افغانستان خلکو ته د مرستو په رسولو او د مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې د مخنیوي پر څرنګوالي ټینګار وکړ.

دوی له افغانستان سره د مرستو له برابرونکو هېوادونو وغوښتل چې د مستقیمو خبرو اترو له لارې د مرستو په بهیر کې د طالبانو لاسوهنه بنده کړي.

دغه راز ویل شوي چې د دوحې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د کارموندنې د زمینې په برابرولو ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې دوه ورځې وړاندې طالبانو قطر ته د بهرنیو بنسټونو د کارکوونکو د الوتنې مخه ونیوله. خو له څو ساعته ځنډ وروسته دوی ته د الوتنې اجازه ورکړل شوه.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي