په فارياب او سرپل کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې په دغو دوو ولايتونو کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله ١٤ تنه مړه شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سېلابونه تېره شپه د غبرګولي په دويمه د کوهستان فارياب او کوهستانات سرپل په ولسواليو کې راوتلي او خلکو ته يې سخت زيانونه اړولي دي.
دغو سېلابونو د کوهستان ولسوالۍ د "هشتمین"، "تګاب امام" او "غرجي" په کلیو کې ۹ تنه وژلي او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ په سوفک کلي کې سیلابونو یو ماشوم او څلور ښځې وژلي دي.
ویل کېږي چې د دغه سېلاب په پایله کې په دغو دوو ولایتونو کې تر ۱۵۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو ولايتونو کې وروستيو سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه او ځاني زيانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس