د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې له ۲۰ زره سیلاب ځپلو سره مرستې وېشلې دي.
دغه سازمان نن پنجشنبه د غبرګولي په ۳مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې وروستیو سېلابونو په ځپل شویو سیمو کې سړکونه او پلونه ویجاړ کړي چې له امله یې سېلاب ځپلو ته د خوراکي توکو رسول ستونزمن کړي دي.
د اعلامیې پر بنسټ، "تر اوسه پورې، موږ د سیلاب له امله زیانمن شوي نږدې 20,000 خلکو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده."
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو ولايتونو کې وروستيو سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه او ځاني زيانونه اړولي دي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان هم اعلان کړی و، چې په غور کې له سیلاب ځپلو سره یې ۲۵ ټنه مرسته کړې ده.
جمهورخبري آژانس