۰

په کندهار کې د پمپ په یوه فابریکه کې اور لګېدلی دی

شنبی ۵ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۰
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په قندهار ولایت کې د پمپ یوې فابریکې کې د اورلګیدنې له امله اور لګیدلی دی.
په کندهار کې د پمپ په یوه فابریکه کې اور لګېدلی دی
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په قندهار ولایت کې د پمپ یوې فابریکې کې د اورلګیدنې له امله اور لګیدلی دی.

د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن شنبې (د غبرګولي ۵ مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کندهار ولایت په پنځمه ناحیه کې د پایپونو په یوه فابریکه کې د اورلګېدنې له امله اور لګېدلی دی.

د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په دې فابریکه کې د برېښنا د پرې کېدو له امله اور لګېدلی چې د پېښې د مخنیوي او د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې ادارې د پولیسو په هلو ځلو اور مړ شوی دی.

وسله وال طالبان وايي چې په دې اور لګېدنه کې ځاني زيان نه دى اوښتى، خو مالي زيان يې درې نيم ميليونه افغانۍ دى.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي