۰

قطري او سویډني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

یکشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۵
د قطر د بهرنیو چارو وزیر لولوه الخطیر او د سویډن د نړیوالو پراختیایي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر جوهان فورسیل د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
قطري او سویډني چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د قطر د بهرنیو چارو وزیر لولوه الخطیر او د سویډن د نړیوالو پراختیایي همکاریو او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر جوهان فورسیل د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

الختر په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د شنبې په ورځ د زمري په پنځمه یې د سویډن د نړیوالې پراختیا له وزیر جوهان فورسیل سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې په دې کتنه کې د غزې، افغانستان او اوکراین خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

که څه هم الخطر په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل. خو هغه دغه خبرې رغنده وبللې.

د یادولو وړ ده چې لولو الخطر د قطر د حکومت د کابینې دویمه ښځینه غړې ده او په افغانستان کې د نجونو د تعلیم له ملاتړو څخه ده.

قطر له څه باندې ۲۰ کلونو راهیسې د طالبانو یو له اصلي ملاتړو څخه دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي