د هرات – خواف ریل پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز کار چې ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، پیل شو.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ مشر بخت الرحمن شرافت د یکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۶مه د هرات – خواف اورګاډي د څلورمې برخې د دویم فاز کار پیل کړ.
د دې پړاو کار د هرات د زنده جان ولسوالۍ له "رباط پیریان" کلي پیل او د دغه ولایت په هوايي ډګر کې پای ته رسېږي.
طالب چارواکو ویلي، چې د دغه پړاو چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوي، چې په یو نیم کال کې به بشپړې شي.
د دغه فاز د جوړولو لګښت ۵ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
طالب چارواکو ویلي چې په دې پروژه کې به ۳۰۰ کسان کار وکړي.
د یادولو وړ ده چې د هرات – خواف د اورګاډي پټلۍ ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې افغانستان د ایران د ریل پټلۍ سره نښلوي. د دغې پټلۍ ۷۷ کیلومتره به په ایران او ۱۴۹ کیلومتره په افغانستان کې جوړ شي.
جمهورخبري آژانس