یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق وايي چې هره ورځ د افغانستان په سیلاب ځپلو سیمو کې ۲۲ زره کسانو ته اوبه رسوي.
دغه سازمان د يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ٦مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې وروستيو سېلابونو د اوبو رسولو ډېرى سيسټمونه ويجاړ کړي او کورنۍ د څښاک، پخلي او حمام لپاره د کافي اوبو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د دغه سازمان په اعلاميه کې راغلي چې هره ورځ د موټر په واسطه سيلاب ځپلو سيمو ته اوبه رسوي او دغه موټر هر کس ته ۱۵ ليتره اوبه ورکوي.
په دې وروستيو کې د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه او ځاني زيانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس