۰

يو ځوان په پنجشير کې دطالبانو له خوا ونيول شو

دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۵۹
د پنجشېر ولايت د خلکو سرچينې وايي، چې طالب جنګياليو د پنجشېر د مرکز د "فروبيل" د کلي يو ځوان اوسېدونکى نيولى او بندي کړى دى.
يو ځوان په پنجشير کې دطالبانو له خوا ونيول شو
د پنجشېر ولايت د خلکو سرچينې وايي، چې طالب جنګياليو د پنجشېر د مرکز د "فروبيل" د کلي يو ځوان اوسېدونکى نيولى او بندي کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان "ضياء الله" نومېږي او له يوې اوونۍ راهيسې د طالبانو له خوا نيول شوى او بندي دى.

سرچينې زياته کړې، چې تر اوسه يې د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.

د دغه ځوان کورنۍ وايي، چې ضیاالله په خپل عادي ژوند بوخت و او طالبانو د دوی د زوی د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له تېرو درېيو کلونو راهيسې د پنجشېر اوسېدونکي د مقاومت په جبهه کې د غړيتوب په ګډون په بېلابېلو تورونو نيولي، بنديان کړي او حتی ورک کړي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي