په ننګرهار کې عامه سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې يوه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان د موټر ټایر ته اچولی او مړ شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د جوزا په شپږمه د ننګرهار ولايت د مرکز جلال اباد ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند د "دوسرکې" په سيمه کې رامنځته شوې ده.
ويل شوي دي چې دغه ځوان د ځان وژنې په نيت د موټر تر ټاير لاندې ځان وچاوه او مړ شو.
سرچينې زياته کړې، چې دغه سړي د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله دغه کار کړى دى.
جمهورخبري آژانس