۰

په څلورو ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی

دوشنبه ۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۸
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې په څلورو ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
په څلورو ولایتونو کې د باران او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی دی
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د طالبانو تر کنټرول لاندې په څلورو ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه رياست نن دوشنبې د غبرګولي ٧مه، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې سبا سه شنبه د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان او پنجشير ولايتونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو اټکل کېږي. 

د اعلامیې پر بنسټ، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت اندازه د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ وي.

په اعلاميه کې دا هم راغلي چې په شمالي، لويديځو، سويل، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې د سختو بادونو د ورېدو امکان شته.

د دغو بادونو سرعت په ساعت کې له ۳۰ تر ۷۵ کیلومترو اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو سېلابونو په تېره بیا د هېواد په شمالي، شمال ختیځو او شمال لویدیځو ولایتونو کې خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي