۰

اروپايي ټولنې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره ۲۰۰ زره یورو مرسته وکړه

سی شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۳۹
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموريت وايي، په افغانستان کې يې له سېلاب ځپلو سره دوه سوه زره يورو ځانګړې کړې دي.
اروپايي ټولنې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره ۲۰۰ زره یورو مرسته وکړه
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ماموريت وايي، په افغانستان کې يې له سېلاب ځپلو سره دوه سوه زره يورو ځانګړې کړې دي.

دې اتحاديې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه پيسې به د افغانستان په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځ کې د وروستيو سېلابونو له امله له زيانمنو شويو ۲۸ زره کسانو سره مرسته وکړي.

د اعلاميې پر بنسټ، له دې پيسو څخه به د روغتيا او سرپناه په برخه کې له سېلاب ځپلو سره د هغوى د لومړنيو ورځنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه نغدي مرسته هم وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره ۴۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.

د یادونې ده، چې په دې وروستيو سېلابونو د افغانستان خلکو ته ډېر زيانونه او زيانونه اړولي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي