د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت په رفح ښار باندې د اسرائیلو بریدونه غندلي دي او وايي چې په غزه کې نسل وژنه د اسرائیلو د جنګي ستراتیژۍ یوه برخه ده.
د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه (د غبرګولي ۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د رفح په ښار د اسرائیلو بمباري د غزې د خلکو د نسل وژنې دوام دی.
طالب ډلې ویلي دي چې مونږ یو ځل بیا د غزې د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنګي جنایتونو دوام په رفح ښار کښې د بې ځایه شویو په کمپ باندې د هوايي حملې چې په نتیجه کښې یې په لسګونو کسان شهیدان شوي، په کلکه غندو. ښځې او ماشومان دي.
خبرځاى زياته کړه: په رفح ښار کښې د بې ځايه شويو کسانو په کمپ باندې د صهيونېسټ رژيم حملې يو ځل بيا وښودله چې دغه رژيم په هيڅ صورت د جنګ قوانينو ته ژمن نه دے او د غزې نسل وژنه د صهيونېسټ رژيم د جنګي ستراتيژۍ يوه برخه ده.
طالبانو زیاته کړې چې د غزې د نسل وژنې د ۲۳۴مې کلیزې په مناسبت یو ځل بیا له نړیوالو سازمانونو او د سیمې له نفوذ لرونکو اسلامي هیوادونو څخه غوښتنه کوو چې د غزې د خلکو په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.
جمهورخبري آژانس