د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت له مرکز جلال اباد ښار څخه یو صراف د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه صراف چې حاجي "لونګين" نومېږي، د يکشنبې په ورځ د غبرګولي په شپږمه له جلال اباد ښار څخه تښتول شوى دى.
د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم.
ویل کېږي حاجي لونګین په جلال اباد ښار کې د سپین غر ټاور په نوم د یوه سوداګریز مارکېټ خاوند دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په بلخ ولایت کې د یوه سوداګر زوی د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شو.
جمهورخبري آژانس