ننګرهار کې یو صراف وتښتول شو

8 جوزا 1403 ساعت 8:06

د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت له مرکز جلال اباد ښار څخه یو صراف د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی دی.


د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت له مرکز جلال اباد ښار څخه یو صراف د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه صراف چې حاجي "لونګين" نومېږي، د يکشنبې په ورځ د غبرګولي په شپږمه له جلال اباد ښار څخه تښتول شوى دى.

د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم.

ویل کېږي حاجي لونګین په جلال اباد ښار کې د سپین غر ټاور په نوم د یوه سوداګریز مارکېټ خاوند دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم په بلخ ولایت کې د یوه سوداګر زوی د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172736

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172736/

جمهور
  https://www.jomhornews.com