د طالبانو د سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د ترکیې په استانبول ښار کې د ۱۷ بشري او خیریه بنسټونو له مسوولینو سره وکتل.
طالبانو نن (د غبرګولي ۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې دواړو لورو د اړمنو او ټپي شویو افغانانو د نیولو او د بشري مرستو پر رسولو خبرې وکړې.
طالبانو ویلي چې ملا ترابي د افغانانو د اقتصادي وضعیت او ستونزو په اړه معلومات ورکړل او له دغو بنسټونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې له اړمنو او وروستیو سیلابونو ځپلو سره لا زیاتې مرستې وکړي.
د يادو بنسټونو مسوولين وايي، چې په بېلابېلو برخو کې به د اړمنو او ټپيانو افغانانو لاسنيوى وکړي.
جمهورخبري آژانس