۰
اوتنبایوا:

 طالبان باید د دوحې درېیم غونډه کې د کوکنارو د کښت بدیل معرفي کړي

سی شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۴۵
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وايي، طالبان باید د دوحې درېیمه غونډه کې د کوکنارو د کښت بدیل معرفي کړي.
 طالبان باید د دوحې درېیم غونډه کې د کوکنارو د کښت بدیل معرفي کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وايي، طالبان باید د دوحې درېیمه غونډه کې د کوکنارو د کښت بدیل معرفي کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن سه شنبه (د غبرګولي ۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما له مشرې سره وکتل.

په دې غونډه کې عطاء الله عمري ادعا وکړه، چې دې ډلې د کوکنارو کښت صفر ته راټيټ کړى دى.

نوموړي زیاته کړه: هیله لرو چې په دې غونډو کې چې په لاره اچول کېږي، ملګري ملتونه او نور هغه بنسټونه چې د کرنې په برخه کې فعال دي، د کوکنارو د بدیل کښت په معرفي کولو او له بزګرانو څخه د ملاتړ په برخه کې زیات تمرکز وکړي، له هغه وخته چې اسلامي امارت د کوکنارو په کښت بنديز لګولی، موږ غواړو له بزګرانو سره مرسته وشي او د دوی لپاره مناسب بدیل ورته برابر شي تر څو د دوی د ژوند اړتیاوې پوره شي.

مېرمن روزا اوتنبايوا په دې غونډه کې وويل: د دوحې په درېيمه غونډه کې به په افغانستان کې د خصوصي سکټور، بانکدارۍ او نشه يي توکو پر مسايلو خبرې وشي، چې د ٢٥ هېوادونو، درېيو نړيوالو بنسټونو او د اسيايي بانک او پراختيايي بانک استازي به په کې ګډون وکړي. ګډون کول
د مېرمن رضا اوتنبایوا په وینا، د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون د کوکنارو د بدیل د معرفي کولو او د تمویل کوونکو د پام اړولو لپاره مهم دی، دا یو ښه فرصت دی.

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ معین مولوي صدر اعظم عثماني  ویلي، اسلامي امارت په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راښکته کړی، خو ملګرو ملتونو  د افغانستان د خلکو او بزګرانو لپاره څه نه دي کړي، په داسې حال کې چې د کوکنارو پر کښت بندیز د افغانستان او نورو هېوادونو پر خلکو مثبت اغېز کړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي