۰
د ماشومانو د ژغورنې سازمان:

له هرو ۱۰افغان ماشومانو درې یې له لوږې سره مخ دي

سی شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۰
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په افغانستان کې وضعیت ته په کتو سره وايي چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه درې یې د لوږې له بحران سره مخ دي.
له هرو ۱۰افغان ماشومانو درې یې له لوږې سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په افغانستان کې وضعیت ته په کتو سره وايي چې په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه درې یې د لوږې له بحران سره مخ دي.

دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې به په ۲۰۲۴ کال کې ۶.۵ میلیونه ماشومان یا له هرو لسو ماشومانو څخه درې یې د لوږې له بېړنۍ کچې سره مخ شي.

د راپور له مخې، سږ کال به ۲.۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي، له شدید خوارځواکۍ سره مخ شي.

په راپور کې راغلي چې د روان کال له پیله تر اوسه دغه سازمان څه باندې ۷ زره خوارځواکي ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې موسسې مشر ارشد ملک وویل، د خوارځواکۍ د ماشومانو دغه شمېره ښيي چې په افغانستان کې له کورنیو سره دوامداره مرستو ته سخته اړتیا ده. "ځکه چې دوی شاته شاکونه تجربه کوي."

دغه سازمان با کیفیته روغتیايي خدمتونو ته د خلکو نه لاس رسی په افغانستان کې لویه ننګونه بولي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي