۰

مولوي نور جلال د طالبانو لخوا د عامې روغتیا د سرپرست په توګه وټاکل شو

سی شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۴
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي فرمان کې مولوي قلندر عباد د عامې روغتیا وزارت له دندې ګوښه کړ او مولوي نور جلال یې د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.
مولوي نور جلال د طالبانو لخوا د عامې روغتیا د سرپرست په توګه وټاکل شو
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په خپل نوي فرمان کې مولوي قلندر عباد د عامې روغتیا وزارت له دندې ګوښه کړ او مولوي نور جلال یې د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن (د غبرګولي ۸ مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د نوي فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مولوي نور جلال له دندې ګوښه شوی دی. د عامې روغتیا د سرپرست وزیر په توګه وټاکل شو.

مجاهد لیکلي چې د استخباراتو اداري مرستیال ملا رحمت الله نجیب د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی او د سمنګان پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب د والي په توګه ټاکل شوی دی. د فاریاب پخوانی والي ملا محمد شعیب رسالت د سمنګان د والي په توګه ټاکل شوی دی.

دغه محصل وويل، چې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ پخوانى ولسوال محمد صادق ايلخېلي د کندهار ولايت د مرستيال او د کندهار د پخواني مرستيال والي مولوي حيات الله محب د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍد ولسوال په توګه ټاکل شوى دى.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي