د افغانستان لومړنی ترانزیتي اورګاډی له څه باندې څلویښتو ورځو وروسته د ترکیې وان ښار ته ورسید.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې؛ دا ریل ګاډی د هرات له خواف سټیشن څخه بار شوی و او د روزنک له لارې ایران ته داخل شوی و او بیا ترکیې ته تللی و.
د يادونې وړ ده، چې دغه اورګاډي د لومړي ځل لپاره ۱۱۰۰ ټنه افغاني تالک معدني مواد ترکيې ته لېږدولي دي.
ځینو رسنیو ویلي وو چې دغه ریل ګاډی په پیل کې هغه مهال ودرول شو چې د ایران خاورې ته داخل شو. خو ایراني چارواکو د هغه له ننوتلو ډډه کړې وه.
جمهور خبري آژانس