په هلمند کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د تېر حکومت د امنيت امر د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ مازيګر د غبرګولي په ١٦مه، د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې رامنځته شوې ده.
سرچينې د تېر حکومت دغه چارواکي د "ديګروال تورجان" په نوم ياد کړى او ويلي يې دي، چې په تېر حکومت کې يې د ولايت د امنيې قوماندان او د خانشين ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
خو؛ تر دې مخکې یوناما په خپل راپور کې ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر له خوا د بښنې له اعلان سره سم، طالب جنګیالیو د ترهګریزو عملیاتو په ترڅ کې سلګونه پخواني سرتېري نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.
جمهورخبري آژانس