د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په سرپل او غور ولایتونو کې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د مجازاتو په اړه غبرګون ښودلی دی.
بنېټ تیره شپه د غبرګولي ۱۶ مه په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې "زه یو ځل بیا په عامه توګه په سرپل او غور کې د ښځو، نارینه وو او ماشومانو په پراخه کچه د اخلاقي جرمونو (زنا، له کوره تېښته، او داسې نور) په تور د وهلو غندنه کوم. "
هغه زیاته کړه چې د طالبانو دا عمل د شکنجې او نورو ظالمانه او غیر انساني مجازاتو د منع کولو په برخه کې د افغانستان له مکلفیتونو څخه سرغړونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ طالبانو په سرپل ولایت کې د ۱۵ ښځو په ګډون ۶۳ تنه د دغه ولایت په مرکزي لوبغالي او څو نور په غور او پنجشیر ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور ووژل.
د طالبانو لخوا د تورنو کسانو فزیکي او ساحوي مجازات په ځانګړې توګه په عامو خلکو کې د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ دي.
خو؛ طالبان وايي، د بشري حقونو هېڅ اصول نه مني.
جمهورخبري آژانس