په فاریاب ولایت کې دولتي سرچینو تایید کړې، چې د دغه ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د یوه پخواني سرتېری مړی له شپږ میاشتنۍ ورکې وروسته موندل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پخوانى سرتېرى چې بسم الله نومېده، شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې له ايران څخه تر شړل کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستون شوى و.
د دغه پخواني سرتيري جسد پرون چهارشنبه د جوزا په ۱۶مه د دغه ولايت د مرکز ميمنې ښار د تندرک لارې په سيمه کې له يوې څاه څخه وموندل شو. موندل شوی دی.
نوموړی د تېر حکومت پر مهال د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ امنیه قوماندان و.
که څه هم ځینو سرچینو ویلي چې نوموړی د خپلې مېرمنې له خوا د یوه بل سړي په همکارۍ وژل شوی دی.
خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په سلګونو پخواني پوځيان د طالب جنګياليو له خوا په بېلابېلو ډولونو نيول شوي، شکنجه شوي او يا وژل شوي دي.
جمهورخبري آژانس