اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان تېره شپه د غبرګولي ۱۶ مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې میلیونونه خلک د اقتصادي بحران له امله له خطر سره مخ دي.
په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان د تودوخې له زیاتوالي، د اوبو له کمښت او پرله پسې وچکالۍ سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو مياشتو کې سېلابونو د افغانستان په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو ولايتونو کې د کروندګرو حاصلات سخت زيانمن کړي دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو اعلان کړی و، چې سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
خو؛ وروستیو سېلابونو د هغو کسانو شمېر زیات کړی چې بشري مرستو ته اړتیا لري.
جمهورخبري آژانس