د کرکټ ۲۰۲۴ کال نړیوال ۲۰ اوریزه جام کې افغانستان په خپله دویمه لوبه کې د نیوزلینډ ملي لوبډلې ته د ۸۵ منډو په توپیر ماته ورکړه.
دغه لوبه چې نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه سهار ۴ بجې په ویسټ انډیز کې پیل شوه افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۶۰ منډې هدف وټاکه.
په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدران یو ځل بیا ښه پیل او ملګرتیا وکړه.
ګربز د پنځو ۶ او پنځو ۴ په وهلو سره ۸۰ منډې، ابراهیم ځدراڼ بیا ۴۴ منډې وکړې او عزمت الله بیا په ۱۳ توپونو ۲۲ چټکې منډې وکړې.
خو نیوزیلنډ لوبډله د افغان توپ اوچونکو له خوا منډو ته پرېنښودل شوه او د لوبې په ۱۶ اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۵ منډې وکړې او دغه لوبه یې د ۸۵ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله.
د لوبې په دویمه پاڼې کې د افغانستان د توپ اچونې پیل هم د لومړی لوبې په شان ښه و فضل الحمق فاروقي ۴، راشد خان ۴ او محمد نبي دوه ویکتې تر لاسه کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی رحمن الله ګربز شو.
د یادونې ده، چې افغانستان د دغه جام په سي ګروپ کې ځای لري، چې خپله لومړۍ لوبه یې له یوګانډا په لوی توپیر وګټله.
د دویمې لوبې به ګټلو سره افغان ملي لوبډله د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته نوره هم ورنېږدي شوه.
باید و ویل شي، چې په همدې ګروپ کې د افغانستان دوه نورې لوبې پاتې دي، چې یوه یې له کوربه ویسټ اڼډیز او بله یې پینجې سره ده.
جمهورخبري آژانس