د بلخ ولایت امنیتي سرچینې وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ګازو د یوه سلنډر د چاودنې له امله ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ١٧مه، د مزارشريف ښار د لومړۍ ناحيې په "محمد بيګ سارنګ" کوڅه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په يوه دوکان کې د ګازو د بالون له چاودنې وروسته اور ولګېد، چې شاوخوا سيمه يې هم زيانمنه کړه.
په دغه اور کې سوځېدلي کسان د ابو علي سينا بلخي روغتون او افتاب خصوصي روغتون ته وړل شوي دي.
د اور لګېدنې لامل لا هم څرګند نه دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د استوګنې په یوه بلاک کې هم اور لګېدلی دی.
ويل کيږي چې په دې اور لګېدنه کې شاوخوا هټيو او خلکو ته اته ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.
جمهورخبري آژانس