جرمني رسنیو ویلي، چې په دغه هېواد کې یوه افغان کډوال د دغه هېواد پر پولیسو په چاقو برید کړی دی.
آلمانۍ ورځپاڼه بيلډ ليکي چې د افغانستان څخه يو ٢٢ کلن ځوان د چهارشنبې په ماښام (د زمري ١٥مه) د دغه هيواد په شمال ختيځ کې د روګن په ټاپو کې پر پوليسو بريد وکړ.
رپوټ زیاتوي چې برید کوونکی نیول شوی او روغتون ته وړل شوی دی.
د دغه رپوټ پر بنسټ په دغه بريد کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د افغانستان یو بل کډوال سلیمان عطايي د منهیم په ښار کې د اسلام د مخالفانو پر غونډې برید وکړ. خبروایي په دغه بریدکې ۱ تن پولیس ووژل شو، ګڼ نور ټپیان شول.
دې پیښې په آلمان کې د افغانستان او سوریې څخه د {جرمايي} مهاجرینو د اخراج بحث تود کړی دی.
جمهورخبري آژانس