د « ارغواني شنبه» غورځنګ ځینې غړي وايي چې د طالبانو ډله د پنجشیر د خلکو په وړاندې جنایتونو ته دوام ورکوي.
دغو فعالانو د لاريون په پيلولو سره وويل، چې د بښنې نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ريچارډ بينيټ له راپور سره سره د پنجشېر د اوسېدونکو پر وړاندې د طالبانو جنايتونه دوام لري.
د دوی په خبره، طالبان د پنجشیر د خلکو په ډله ییزه توګه په سزا ورکولو او په ځانګړې توګه د خپلو مخالفو ځواکونو د کورنیو د غړو په نیولو او شکنجه کولو سره د پنجشیر خلک تسلیمېدو ته اړوی.
دغو فعالانو دا هم زیاته کړه چې طالبان په منظم ډول هڅه کوي چې د شپې په تګ راتګ د بندیزونو په لګولو، د ملکي خلکو د کورونو په نیولو او خپلو عنعنوي څړځایونو ته د شپانه له لاسرسي څخه په منع کولو سره د پنجشېر اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ کړي.
دوی د چارواکو او د طالبانو د مشر پر سفر د سختو بندیزونو غوښتنه کوي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه دې د دې ډلې نوم لرې نه کړي.
دغو ښځینه فعالانو همداراز ټینګار وکړ چې د طالبانو د ډلې مسوولان باید د پنجشیر د خلکو په وړاندې د جنایتونو د کمیسیون په ارتباط په نړیوالو محکمو کې محاکمه شی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د پنجشیر، اندراب، بدخشان او پنجشیر اوسېدونکي د مقاومت د جبهاتو د فعالیتونو له امله تر سخت فشار لاندې راغلي دي.
جمهورخبري آژانس