د طالبانو د ډلې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال مولوي لطف الله خیرخواه په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره وکتل او د عملي همکاریو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت نن (د غبرګولي ۲۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په دغه هېواد کې د مېشتو افغان محصلینو د ستونزو پر حل، افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو او دوه اړخیزو علمي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
خیرخواه د دواړو هېوادونو ترمنځ مذهبي، ژبني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره په دوه اړخیزو علمي همکاریو ټینګار وکړ او په علمي برخو کې یې د ازبکستان د مرستو قدرداني وکړه.
په ازبکستان کې د افغانستان سفیر یادګار خاجیه شادمانوف وویل چې اوسمهال په ازبکستان کې ۴۳ افغان محصلین په زده کړو بوخت دي.
نوموړي دغه راز د لیسانس په کچه د ۵۰ بورسونو د ورکړې خبر ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو علمي همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
جمهورخبري آژانس