چین او پاکستان په افغانستان کې د یوه جامع حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو د هڅولو لپاره له نړیوالې ټولنې د همغږې هڅې غوښتنه کړې ده.
دواړو هېوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې چې د غبرګولي په ١٩مه نېټه ناوخته خپره شوه ويلي، چې په بېجينګ کې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف او د چين د ولسمشر شي جين پينګ ترمنځ په کتنه کې پر دې غوښتنې ټينګار شوى دى.
دوی همداراز له طالبانو سره د «ښه ګاونډیتوب» د پالیسي د تعقیبولو او د تروریزم پر وړاندې د دغې ډلې د پرېکنده مبارزې غوښتنه کړې ده.
دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې طالبانو ته د نورو شیانو ترڅنګ باید اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د تروریستي فعالیتونو لپاره وکارول شي.
د دغو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د افغانستان د مسئلې په اړه به ارتباطات او همغږي پیاوړې کوي او له افغانستان سره په نړیواله ټولنه کې د دوامدار پرمختګ او ادغام په برخه کې د مرستې لپاره رغنده رول لوبوي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د تېرې شنبې په ورځ چین ته په څلور ورځني سفر لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان د وضعیت په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.
دا سفر څو میاشتې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بشام ولسوالۍ کې پنځه چینايي انجینران په یوه برید کې ووژل شول.
جمهورخبري آژانس