د افغانستان د کوراش ملي لوبډلې د اسيايي سياليو په ۱۳ پړاو کې د دوو برونزو مډالونو په ګټلو سره په اسيا کې پنځم مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ تیره شپه د ایران په پلازمینې تهران کښې د ازبکستان د کوراش د ملی ټیم په بریا سره پای ته ورسیدې.
په دغو سیالیو کې ازبکستان ۵ د سرو زرو، ۱ د سپینو زرو او ۱ د برونزو او ایران ۱ د سرو زرو، ۵ د سپینو زرو او ۱ د برونزو مډالونه وګټل.
د تاجکستان د کورش ملي لوبډله د سرو زرو د یوه، د سپینو زرو او د برونزو د درې مډالونو په ګټلو دریم، ترکمنستان د ۶ برونزو مډالونو په ګټلو سره څلورم او افغانستان د دوو برونزو مډالونو په ګټلو سره پنځم ځای خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې د کورش اسيايي سياليو د ۱۳مې دورې سيالۍ د ۲۰ هېوادونو په ګډون د ايران په کوربه توب ترسره شوې.
جمهورخبري آژانس