د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د "څارنې وړ او د تاييد وړ" اقدامات بللي دي.
په یوه بیان کې چې د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۱مه خپره شوه، دوی د سیمې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره د افغانستان د کړکېچ د سمدستي سوله ییز حل پر اړتیا ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې راغلي چې دوی له ترهګرۍ، جګړې او نشه یي توکو څخه د یوه خپلواک، متحد او سوله ییز افغانستان ملاتړ کوي.
د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو زیاته کړه: "په افغانستان کې نور ښکاره او د تایید وړ اقدامات ترسره کیږي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو لخوا نه کارول کیږي."
دوی همدا راز د افغانستان خلکو ته د سمدستي او نه ستړي کیدونکو بشري مرستو په رسولو او د ښځو، نجونو او د بېلابېلو قومونو په ګډون د ټولو اتباعو د اساسي حقونو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې د سیمه ییزو پلاتفورمونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر لومړني او اغېزمن رول ټینګار شوی او د افغانستان د شخړې د هواري په برخه کې د دغو پلیټ فارمونو او سیمه ییزو نوښتونو د هڅو هرکلی شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د بريكس د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه پرون د روسيې په نېژني نووګورود كې پيل شوه.
ایران، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر او ایتوپیا، برازیل، روسیه، هند، جنوبي افریقا او چین د بریکس غړي دي.
جمهورخبري آژانس