اوچا یا د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر وايي، له ډېرو غوښتنو سره سره له افغانستان سره د مرستو لپاره د غوښتل شویو مرستو یوازې ۲۰،۱ سلنه ورکړل شوې ده.
دغه دفتر په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو بشردوستانه چارو لپاره د ۳،۱ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو د کال په شپږو میاشتو کې یوازې ۶۱۳،۶ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.
دفتر زیاته کړه چې د ژوند ژغورنې حیاتي پروګرامونه لکه په سختو سیمو کې لومړني روغتیایی خدمتونه، د تغذیې ځانګړي خدمتونه، د زلزلې او سیلاب ځپلو کورنیو لپاره د سرپناه ترمیم، د کولرا او حاد اسهال څارنه او د ماین پاکۍ د خطر سره مخ دي. ودرول
اوچا وویل، د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته، د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس، د ۹،۲ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه وګړي اوس هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان نن سه شنبه د زمري ۲۲ مه له افغانستان سره له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره د مرستو د پروګرامونو د تمویل لپاره ۶۵۰ میلیونه ډالره مالي بودجه برابره کړي.
جمهورخبري آژانس