۰

په کندهار کې د طالبانو له خوا ١٢ تنه په دورو وهل شوي دي

چهارشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۳۳
د کندهار د والي دفتر وايي، د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې ۱۲ تنه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
په کندهار کې د طالبانو له خوا ١٢ تنه په دورو وهل شوي دي
د کندهار د والي دفتر وايي، د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې ۱۲ تنه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي؛ دغه کسان چې په غلا، زنا او فحشا کې په لاس لرلو تورن وو، د سه شنبې په ورځ د جوزا په ۲۲ مه د سپین بولدک په عامه پارک کې په عام محضر کې ووهل شول.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې د طالبانو غړي تل په جنسي تیري تورن شوي دي. خو دې ډلې خپل هېڅ غړي ته سزا نه ده ورکړې.

باید وویل شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په سرپل ولایت کې ۶۳ تنه د عامو خلکو په وهلو ډبولي وو.

د طالبانو لخوا د تورنو کسانو فزیکي او ساحوي مجازات په ځانګړې توګه په عامو خلکو کې د بشري حقونو د سازمانونو له توند غبرګون سره مخ دي.

خو؛ طالبانو له تورنو سره دوه مخي چلند او عامه او فزیکي سزا ته دوام ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي