په هرات ولایت کې د لوستلو د فرهنګ د ودې په هدف د ښځو لپاره د کتابونو ځانګړی نندارتون پرانستل شو.
دغه نندارتون پرون د غبرګولي ٢٣مه د چهارشنبې په ورځ په هرات ښار کې د مور د ورځې په مناسبت د يو شمېر ښځينه فعالانو له خوا جوړ شوى و.
د دغه نندارتون يوې مسوولې فاطمې مهمان دوست وويل، چې په دې نندارتون کې د ښځو لپاره د بېلابېلو عنوانونو شاوخوا ٤٠٠ ټوکه کتابونه اېښودل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه کتابونه يې په خپل لګښت چمتو کړي او ښځو ته يې چمتو کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته پر نجونو او مېرمنو ښوونځي، پوهنتون، کار او تګ راتګ منع کړی دی.
جمهورخبري آژانس