د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پاپوا نیو ګیني پر وړاندې په بریا سره د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو اته غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه.
په دې لوبه کې، چې د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ مه ترسره شوه، پاپوا نیوګیني لومړی توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې په ۲۰ اورونو کې د ۹۶ منډو هدف وټاکه.
خو؛ په دویمه نیمايي کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوازې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټاکل شوی هدف یې ترلاسه کړ او میدان یې وګټله.
په دې بریا سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته لاره پیدا کړه.
دا د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان دریمه پرله پسې بریا ده.
ملي لوبډلې تر دې وړاندې په روانو سیالیو کې یوګانډا او نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې وه.
باید وویل شي چې د نړیوال جام لوبې په ګډه په امریکا او ویسټ انډیز کې ترسره کېږي.
جمهورخبري آژانس