په کندز کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د کرنې ریاست یو کارکوونکی په ډزو وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د جمعې په ورځ د جوزا په ٢٥مه، د کندوز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو د کرنې رياست په ودانۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې د وسله والو طالبانو د هويت په اړه څه ونه ويل. خو د چهادرې د کرنې ریاست د خدمتي مامور په وینا؛ نوموړي د تېر حکومت پر مهال څه موده د ځايي والي په توګه دنده ترسره کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د عامه عفوې له اعلان سره سم سلګونه پخواني امنیتي ځواکونه نیولي، شکنجه کړي او یا یې وژلي دي.
جمهورخبري آژانس