یو شمېر ښځینه فعالانو له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د دوحې غونډې ته دې طالبانو د بلنې پر ځای دې هغوی محاکمه کړي.
اوس مهال د «احتجاجونو د ژغورنې ایتلاف» تر سرلیک لاندې د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ مه د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره ټینګار وکړ چې د دوحې غونډې ته د طالبانو بلنه د دغې ډلې د مشروعیت لپاره بنسټ برابروي.
دوی ټینګار کړی، چې د دوحې غونډې ته د رابللو پر ځای دې د ښځو پر وړاندې د پراخو بندیزونو له امله د طالبانو هڅه وشي.
مظاهره کوونکو ښځو په ډاګه کړه، هغه هېوادونه چې د خپلو ګټو غوښتونکو سیاستونو پر بنسټ د طالبانو ملاتړ کوي، د میلیونونو افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو وضعیت په خرابېدو کې ښکېل دي.
دوی له ملګرو ملتونو او د دوحې د غونډې له نورو ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو تر څنګ په ولاړه د تاریخ حق غوره کړي.
جمهورخبري آژانس