ملاله یوسفزۍ فاونډېشن چې په پاکستان کې د نجونو د تعلیم په برخه کې فعاله ده، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره یو نیم ملیون ډالره مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د ۱۰۰۰ ورځني بندیز سره سم، دغه بنسټ جمعه د غبرګولي ۲۵ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه اندازه پیسې به ۱۳ بنسټونو ته چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې ملاتړ کوي، ورکړل شي.
بیان زیاته کړه چې د مرستې کڅوړه د ډیجیټل زده کړې په برخه کې د انجونو ملاتړ او د نړیوال قانون په توګه د "جنسي توپیر" پیژندلو هڅو هڅولو باندې تمرکز کوي.
له دې سره سره، ملالې یوسفزۍ پخپله یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې په میلیونونو ښځې او نجونې د "جنسي توکمپالنې" سیسټم تر سیوري لاندې ژوند کوي، چې ښوونځي او عامه ځایونو ته د تګ توان نه لري.
د ملالې یوسفزۍ بنسټ او د "تعلیم ځنډول نه دی" په نوم یوې موسسې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره متحد شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د ښځينه زده کوونکو پر ورتګ بنديز ول.
د طالبانو له دې فرمان څخه ۱۰۰۰ ورځې تېرې شوې دي.
جمهورخبري آژانس