د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې دوه طالب وسله وال وژلي او ټپيان کړي دي.
دغې جبهې نن شنبه د غبرګولي ۲۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه ۸:۲۰ بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د طالبانو د لېږد لوا په دروازه کې د دغې ډلې پر غړو برید وکړ.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه برید کې ۱ طالب وسله وال وژل شوی او د دغې ډلې ۱ بل طالب ټپي شوی دی.
د مقاومت جبهې ټینګار وکړ: په دغو عملیاتو کښې د ملی مقاومت جبهې ځواکونو او خلکو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
خبرگزاری جمهور