په پروان ولایت کې باخبره سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی خبریال عبدالله دانش له دوه ورځو بند وروسته خوشې شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښاغلى دانش نن شنبه د غبرګولي په ٢٦مه د طالبانو د استخباراتو له خوا خوشې او له خپلې کورنۍ سره يو ځاى شوى دى.
باید وویل شي، چې ښاغلی دانش تېره پنجشنبه د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا نیول شوی و.
د ښاغلي دانش د نیول کېدو لامل او د خوشي کېدو شرایط لا نه دي څرګند.
په همدې حال کې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې سلګونه خبریالان ګواښلي، نیولي او وهلي دي.
دغې ډلې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه ولګول.
خبرگزاری جمهور