د ملي مقاومت جبهه وايي، چې د دې جبهې ځواکونو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې څلور وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دوى ځواکونو تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار له نهمې امنيتي حوزې څخه د ګمرک رياست ته څېرمه د طالبانو پر يوه کمپ بريد کړى دى.
د خبر په اساس په دغه بریدکې ۲ تنه طالبان ووژل شول، ۲ تنه نور ټپیان شول.
په همدې حال کې د ملي مقاومت جبهې په دې وروستیو کې پر طالبانو خپل بریدونه زیات کړي دي.
جمهورخبري آژانس