په لبنان کې د الاخبار ورځپاڼې خبریال حسن ایلایک ادعا کړې چې طالبانو د اسراییلو پر ضد غزې ته د زرګونو جنګیالیو د استولو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.
ایلایک تېره شپه د غبرګولي ۲۶ مه خبر ورکړ، چې د چمتووالي دغه اعلامیه د ایران له لارې له اسرائیلو سره د مبارزې په موخه مطرح شوې ده.
د طالبانو د راپور پر بنسټ، نوموړي ویلي، چې له اسراییلو سره د جګړې او په لبنان کې د حماس او حزب الله د غورځنګونو د ملاتړ لپاره به خپل زرګونه جنګیالي واستوي.
تر دې مخکې په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قومي هم ویلي وو چې طالبان به د اړتیا په صورت کې د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره «له یو څخه زیات د شهیدانو اردو» واستوي.
جمهورخبري آژانس