په فراه ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په خاکسفید ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د جمعې په ورځ د سرطان په لومړۍ نېټه د خاکسفيد ولسوالۍ د "خوسف خولو" په کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې دغه کس دادالله په نوم ياد کړى او ويلي يې دي چې د فراه رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
د دې پېښې انګېزه او عاملین لا هم نه دي معلوم.
جمهورخبري آژانس