د نیکاراګوا حکومت په افغانستان کې د خپل سفارت چارې په چین کې د دغه هېواد سفارت ته سپارلې دي.
اې ایف پي خبري اژانس تېره شپه راپور ورکړی چې په چین کې د نیکاراګوا اوسنی سفیر مایکل کمپبل هم په افغانستان کې د دغه هېواد د سفیر په توګه معرفي شوی دی.
د راپور پر بنسټ په چین کې د نیکاراګوا اوسنی سفیر به له بیجینګ څخه د افغانستان چارې سمبالوي.
د نیکاراګوان د حکومت په اعلامیه کې د دغه هېواد د ولسمشر د مرستیال نیرازاریو موریلو له قوله راغلي: «موږ د افغانستان له اسلامي امارت، هغه خلکو او هغه حکومت څخه مننه کوو چې زموږ ملګري مایکل کمپبل ته یې ورکړي دي.»
د نیکاراګوا حکومت په خپله اعلامیه کې د طالبانو د تسلیمولو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې د چین، ایران او پاکستان په ګډون څو هېوادونو د طالبانو له پېژندلو پرته په افغانستان کې سفیران ټاکلي دي.
جمهورخبري آژانس