د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، په پنجشیر ولایت کې یې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد د جمعې په شپه د سرطان په لومړۍ نېټه د پنجشېر ولايت د خنج ولسوالۍ په "پشغور" سيمه کې د طالبانو په يوه کمپ ترسره شو.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې دوه تنه نور جنګيالي ټپيان شول.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په تېرو څلورو میاشتو کې پر طالبانو د مقاومت د جبهې بریدونه ۵۵ سلنه زیات شوي دي.
جمهورخبري آژانس