د افغانستان د ملي مقاومت جبهې وايي، د دې جبهې ځواکونو په پروان کې څلور وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه عملیات د شنبې په شپه د پروان ولایت د سیدخېلو ولسوالۍ د باغ عبدالله جان په سیمه کې د طالبانو په یوه کمپ ترسره شوي دي.
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې دملي اردو ځواکونو دوسله والو طالبانو دغه کمپ په راکټي بريد سره په نښه کړ .
د مقاومت جبهې زیاته کړه چې په دې برید کې یو طالب وژل شوی او د دغې ډلې درې نور جنګیالي ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې عملیاتو کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
په همدې حال کې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په تېرو څلورو میاشتو کې پر طالبانو د مقاومت د جبهې بریدونه ۵۵ سلنه زیات شوي دي.
جمهورخبري آژانس