د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ادعا کوي چې دغې ډلې په هیواد کې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د سیاحت اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د طالبانو ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه پرون (د سرطان ۲مه) په پکتیا ولایت کې وویل چې په ټولو سیاحتي، تاریخي او تفریحي سیمو کې د سیلانیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شوې دي.
دغه زده کوونکي زياته کړه چې هڅه کوي د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو ولسوالۍ د سپيني شګي په سيمه کې د سيلانيانو لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
د طالبانو د ډلې دغه ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږی چې دغې ډلې له تیرو ۲۵ کلونو راهسې د جنګ او تاوتریخوالی په لاره کښې عام خلک ځورول او اوس په افغانستان کښې د دغې ډلې په واکمنی سره د افغانستان د ګرځندوی صنعت د زوال په لور روان دی.
په بامیان ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو په وژل کېدو سره دغه هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ په بشپړ ډول ودرول شو.
جمهورخبري آژانس