د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې استرالیا ته په ماتې ورکولو سره تاریخي بریا خپله کړه.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۳مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره استرالیا ته ماتې ورکړه.
نوموړي لیکلي: د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په ۸ غوره لیګ کې په ۲۱ منډو ماتې وخوړه او تاریخي بریا یې ثبت کړه او هیله لرم چې دا لړۍ همداسې دوام وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د شل اووريزو نړيوالو سياليو په لړ کې د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په کتار کې د اسټراليا پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه، چې څو شېبې وړاندې (نن سهار، یکشنبه، د سرطان ۳مه) په ویسټ انډیز کې ترسره شوه؛ ترسره شوه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د دې لوبې په پیل کې د افغانستان ملي لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.
جمهورخبري آژانس