د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کښې د نیکاراګوا د غیر استوګن سفیر د ټاکل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له نیکاراګوا سره به د دغې ډلې اړیکې زیاتې شي.
د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن یکشنبې (د سرطان ۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغې ډلې موافقه کړې چې په بیجینګ کې د افغانستان لپاره د نیکاراګوا جمهوریت یو نا استوګن سفیر وټاکي. د لومړي ځل لپاره او هرکلی یې کوي.
طالبانو ویلي چې په بیجینګ کې یې د دې ډلې سفارت ته لارښوونه کړې چې په بیجینګ کې د نیکاراګوان له سفارت سره نږدې کاري اړیکې ولري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې موږ له نیکاراګوا جمهوریت سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګول یو مثبت پرمختګ ګڼو او هیله لرو چې د دواړو لورو ترمنځ د ګټو په برخو کې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
جمهورخبري اژانس