په فارياب کې ځايي سرچينې وايي، چې تېره ورځ په دغه ولايت کې دوو ښځو او يوه سړي په بېلابېلو پېښو کې ځان وژنه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو کسانو تېره ورځ د فارياب په مرکز، دولت اباد او پشتونکوټ ولسواليو کې په بېلابېلو پېښو کې ځان وژنه کړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دغو پېښو کې يوه هم د دولت اباد ښار د "تختيان" په کلي کې يوې ٢٦ کلنې مېرمنې په خپل کور کې ځان ځړولى دى.
په يوه بله پېښه کې په پشتونکوټ ولسوالۍ کې يوې ٣٣ کلنې ښځې د خپل پلار په کور کې ځان ځړولى دى.
دغه راز سرچينې زياته کړې، چې تېره شپه د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار په لومړۍ ناحيه کې د عتيق الله په نوم يوه ځوان ځان وژنه کړې ده.
سرچينې د دغو پېښو لامل رواني او کورنۍ ستونزې بللې دي.
جمهورخبري آژانس